IQNA

قرانی سورې/92

د انسان مال او دولت  له مرګ وروسته له هغه سره څه مرسته کوي؟

7:29 - July 06, 2023
د خبر لمبر: 3487583
ایکنا-(تهران)  انسانان  په کلی توګه دوه ډلې دي؛یوه هغه ډله چې مال او دولت  چې لري ،له نورو سره مرسته کوي او یو شمیر هغه انسانان دی چې خپل مال او دولت غونډوی  له دې پرته چې له نورو سره مرسته وکړي، هردواړه ډلې به مرګ تجروبه کړي،البته یوه ډله به هم له مرګ وروسته څه مال اودولت ونه لري.

د قرآن کریم دوه نیمه سوره ؛لیل؛ نومیږي. دغه سوره په ۱۲۱ آیتونو سره د قران کریم په دیرشمې سپارې کې واقع ده .؛لیل؛ چې یوه مکي سوره ده ،د نزول په ترتیب کې نهمه سوره ده چې د اسلام پر ګران پیغمبر(ص)  نازله شوې ده .

؛نیل؛ ټکی  په قرآن کریم کې 92 ځله راغلی دی.په دغې سورې کې هم په لومړنیو کې دغې کلمې ته اشاره شوې ده  او خدای تعالی په هغې شپې چې  نړۍ او انسان راګیروي ، لوړه کړې ده، په همدې خاطر ،؛لیل؛ سوره نومول شوې ده .

لیل سوره  د دوو ډلو په باب خبرې کوي،یوه هغه ډله چې پرهیزګاره او بنخښونکي ده او بله هغه ډله چې خسیسه ده.

 اول ډله هغه پرهیزګار کسان دي چې دخدای په لاره کې بخښښ کوي ،د خداي د رضایت د  جلبولول لپاره د خپل مال او دولت په بخښنې سره،په یوه پاک نفس او پاک زړه پسې دي. قرآن کریم هم دوي ته د خدای درضایت او پاکۍ و نجات ژمنه ورکوي.

دوهمه ډله ،ناپاک زړه لرونکی کسان دي ،هغه کسان چې خسیس دي او نړۍ آخرت او بهشت دروغ ګڼي .قرآن کریم دغه شان کسان په نابود شونې ګواښي،وائي دغه شان کسان خپل مال اودولت  د دونیا پالنې او خسیسۍ له پلوه ،نوروته نه وربخښي  او له چا سره مرسته  نه کوي،په داسې حال کې چې د دوي دغه مالونه  به له مرګ وروسته او د قیامت په ورځ هیڅ مرسته ونه کړي.

 د سورې هدف  ګواښل او ویرول دي،څو  اانسانان پوهه کړي د دوي هڅې مختلفې دي ،له دوي ځيني دخداي په لاره کې بخښل کوي اود خداي ژمنې  مني او خداوندمتعال هم په مقابل کې،دوي ته خوشبختۍ څخه ډک اوتل پاتې ژوند په اختیار کې ورکوي. خيني  نور خسیس دي  اوځان بې نیازه ګڼي  او دخداي تعالی ژمنې دروغ ګڼي ، خداوندمتعال هم  دوي د دبدبختۍ په لور کاږي.

علامه طباطبائي په تفسیر المیزان کې، د لیل سورې 12آیت ته  په پام سره  چې فرمائي؛ «إِنَّ عَلَيْنَا لَلْهُدَى:    هماغه پر مونږ  هدایت دی ؛ لیکي ، هدایت کله کله  د لارې د ښودلو په معنا دی او کله هم  دهغه چا رسول دي چې په هدایت پسې وي،ددې په ځاي چې ئې وغواړي.د ۱۲آیت په اساس ،دخداوند هدایت کول هم  د لومړي معنی کیدلی شي او د دوهمه معنا کیدلی شي.

که لومړۍ معنا ئې ووینو ،نو د عبادت په لور د انسانانو د هدایتونې په خاطر ده ،ځکه چې له پنځیدا د انسان هدف ،دخدای تعالی عبادت کول دي ،خو که دوهمه  معنا شي، یو تل پاتې خوشبختۍ او پآک ژوند ته په آخرت کې  جنت ته د انسانانو  رسول مقصد دی.  

اگر معنای اولی باشد، منظور هدایت انسان ها به سمت عبادت است چرا که هدف انسان ها از آفریده شدن، عبادت خداوند است. اما اگر معنای دوم باشد، منظور رساندن انسان ها به زندگی پاک و خوشبختی ابدی و رسیدن به بهشت در جهان آخرت است.

captcha